د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي معينيت کار شناس معرفي شو

anwari_morr
Mon, Oct 30 2023 12:51 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د دغه معينيت نوی ګومارل شوی مسلکي کارشناس کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.
مسلکي مرستيال  مولوي عزيز الله ارشاد ته د ګومارنې مبارکي وويله او له هغه يې وغوښتل، چې د ادارې له کار کوونکو سره په ګډه کار وکړي تر څو ورسپارل شوې دندې په ښه توګه سر ته ورسوي.
مولوي عزيز الله ارشاد ژمنه وکړه، چې د همکارانو سره په همغږۍ او همکارۍ به د کارونو په ترسره کولو کې هلې ځلې وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS