شخړې مو د صلح له لارې حل کړئ، امارت پرېږدئ، چې د بیا رغونې کارونه وکړي

د پکتیا ولایت، په احمد خیلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شل کلنې دښمنۍ وروسته د روغې جوړې په غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني وویل، د نړۍ حکومتونه په قومونو کې اختلاف اچوي ترڅو حکومت پرې وکړي، خو اسلامي امارت شخړې ختموي، نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې خپلمنځي شخړې دې د سولې او خبرو له لارې حل کړي او امارت دې د بیا رغونې کارونو ته پریږدي
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا ولایت، احمد خېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني، چې پنځه کسان پکې وژل شوي وو، د ځایي چارواکو او قومي مشرانو په هلو ځلو په دوستۍ بدله شوه