د مهاجرينو چارو وزير د پلان او پاليسۍ نوی رئيس معرفي کړ

sadam_morr
Sun, Sep 10 2023 3:18 PM
_

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د مهاجرينو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ نوی ټاکل شوی رئيس مولوي محمود الحق احدي د دغه وزارت  کار کوونکو ته ور وپېژنده.

په يادو مراسمو کې چې په همدې موخه د مرکزي رئيسانو او د پلان او پاليسۍ رياست د کار کوونکو په ګډون ترسره شول، د مهاجرينو چارو وزير وويل، چې د دې کار له پاره چمتوالی او د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو ترتيب او د هغوی پلي کېدل او څارنه بايد په پوره اخلاص او دقت سره ترسره شي.

حقاني دغه راز د وزارت د بېلابېلو څانګو د کار کوونکو د وړتيا په لوړولو ټينګار وکړ او اړوندو رئيسانو ته يې لارښوونه وکړه، چې د کار کوونکو د وړتيا د لوړولو په موخه دې د دقیق پلان او مشخصو برنامو له مخې بېلابېل ښوونيز کورسونه په لاره واچوي.

د پلان او پالیسۍ تازه ټاکل شوي رئیس محمود الحق احدي د اسلامي امارت د مسؤولينو له اعتماد څخه د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې د اړوندو کار کوونکو په همکارۍ به د کارونو په ترسره کولو کې هر اړخيزې هڅې کوي.

 

Latest news

BACK TO NEWS