د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom) مرستيالۍ د نوماندانو له ډلې يې يوه افغانه ميرمن ده

sadam_morr
Wed, May 08 2019 11:34 AM
1

 

د عامې روغتيا پخوانۍ وزيره ثريا دليل په جنوا کې د افغانستان پخوانۍ استازې او  په سويس کې د افغانستان پخوانۍ سفيره، چې اوس مهال دبهرنيو چارو وزارت د ارشدې  سلاکارې په توګه دنده پرمخ وړي د کډوالۍ نړيوال سازمان د مرستيالۍ د پنځو نوماندانو په کتار کې شتون لري.

اغلې دليل د تېرې سې شنبې په ورځ  دغويي په ۱۷مه د کډوالو چارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي سره په ليدنه کې په دې اړه خبرې اترې وکړې.

د کډوالو چارو وزير د خوښۍ ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې د هغې په برياليتوب سره به افغان کډوالو لپاره يو ښه فرصت رامنځ ته شي.

هغه زياته کړه چې  اوس مهال د کډوالو چارو وزارت د کډوالو دحوالو د لګښت پرکموالي او دکډوالۍ په يوې پراخې پالېښۍ کار کوي، چې دکډوالۍ نړيوال سازمان کولای شي چې دکډوالو دحوالو دلګښت په کموالي او د تحصيلي او ګارګرۍ ګډوالۍ په موخه له کوربه هېوادونو سره هوکړه رامنځ ته او له دې ادارې سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS