د مهاجرينو چارو  وزير د ارزګان  والي سره  ليدنه وکړه

sadam_morr
Sun, Jun 18 2023 1:46 PM
-

د مهاجرينو چارو  وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د ارزګان ولايت  له والي مولوي محمد علي جان احمد  سره  د غبرګولي په (۲۸) مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې په ارزګان ولايت کې  د راستنېدونکو او بېځايه شوو  پر ضعيت او مستحقو ته د مرستو د وېش پرڅرنګوالي خبرې وشوې.
ښاغلي حقاني د بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د مرستو په برخه کې د وزارت د پروګرامونو او مستحقينو ته د مرستو په رسولو ټينګار وکړه  او هيله يې څرګنده کړه، چې سروې او د مرستو وېش په معياري او شفاف ډول ترسره شي.
په دې ليدنه کې د ارزګان ولايت والي په دغه ولايت کې له مستحقو کسانو سره د مرستو په برخه کې د مهاجرينو چارو وزير د ملاتړ څخه مننه وکړه او  د مهاجرينو چارو وزارت د پروګرامونو په پلي کولو کې يې په دغه ولايت کې  د ولايتي مسؤلينو د همکاريو ډاډ ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS