د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Mon, Feb 06 2023 8:26 AM
-

د مهاجرينو چارو وزارت  اونيزه  اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حق اني په مشرۍ ترسره شوه.

په  ناسته کې د يوشمېر  مرکزي  رئيسانو د اداري کړنو راپورنه وارزول شول او د چارو د لا ښه والي په موخه ورته د مهاجرينو چارو وزير له لورې لازمې لارښوونې وشوې.

همدارنګه په ناسته کې د مرکزي رياستونو د پلانونو او وړانديزونو په اړه خبرې وشوې او د(PPA 2023) پروژې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

په ناسته کې د دوزارت د کا رکوونکو د تشکيل او د (۱۴۰۲) مالي کال د بوديجې طرحه هغه موضوعات وو، چې په هره برخه کې يې مسؤلينو خپل نظرونه وړاندې کړل.

Latest news

BACK TO NEWS