د مهاجرينو چارو وزارت کې د مهاجرت، مذاکرې د فنونو او ډيپلوماسۍ تر سرليک لاندې ښوونيز پروګرام ترسره شو

sadam_morr
Sat, Nov 12 2022 2:20 PM
-

په دغه پرورګارم کې چې شنبه د لړم په ( ۲۱)مه  د مهاجرينو چارو وزارت د ناستو په تالار کې ترسره شو، د دوو ورځو لپاره به ګډنوالو ته  د مذاکرې د فنونو، ډيپلو ماسۍ  او د مهاجرت د مديريت په اړه زده کړه ورکول کېږي.

د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد چې  د پرانيستې په مراسمو کې يې خبرې کولې د داسې ښوونيزو برنامو ترسره کول د راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدو په برخه ګې ګټور وبلل او د ګډنوالو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په جدي ډول دې ياده ښوونيزه برنامه تعقيب کړي.

 

-

 

Latest news

BACK TO NEWS