د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د ایرن هیواد د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل

anwari_morr
Mon, Jan 10 2022 6:29 AM
Morr

۱۹ مرغومی ۱۴۰۰هـ ش/ ۶ جمادی الثاني ۱۴۴۳هـ ق

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې ددغه هیواد د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي احمد وحیدي سره وکتل او د افغان مهاجرینو په ستونزو یې ورسره خبرې وکړې

نوموړي ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي په دغه هیواد کې د میشتو افغانانو ټولو ستونزو د حل لپاره رسیدګي وکړي او ژمنه یې وکړه، چې ډېری افغانان چې په ایران کې بندیان دي ژر خوشې کړي

په دغه ناسته کې پریکړه وشوه، چې مهاجرینو ته د اسانتیاو برابولو لپاره به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان، ایران او د کډوالو عالي ادارې UNHCR ترمنځ درې اړخیزه ناسته وکړي

Latest news

BACK TO NEWS