دمهاجرینو وزیر؛هېچاته دا اجازه نه ورکوچې داړمنو کورنیو حق وخوري

sadam_morr
Fri, Dec 24 2021 9:10 PM
Morr

دغه خبره دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیرالحاج خلیل الرحمن حقاني نن ورځ ولایتونو ته دبشري مرستو دلېږد په برنامه کې وکړه ویې وویل، هغه بشري مرستې چې دچین هېواد له لورې شوي دهر ډول فساد اوخپلسرۍ مخنیوی کو اوهېچاته دا اجازه نه ورکو چې داړمنو خلکو حق وخوري.

ښاغلي حقاني دچین هېواد دبشري مرستوڅخه مننه وکړه اوله نړیوالویې غوښتنه وکړه چې اړمنو کورنیو سره دې دبشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

د چین هېواد له لورې تر سره شوې بشري مرستې به دافغانستان ( ۳۴) ولایتونو ته ولېږدول شي،چې دلېږد وروسته به دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو وزارت ولایتي ریاستونو او امریتونو له لورې هغو اړمنو او مستحقو کورنیو ته ووېشل شي،چې هېڅ ډول مرستې یې نه دي ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه په هغوسیموکې چې دژمي پرمهال پکې اورښتونه زیات وي یادې بشري مرستې ورسول شي ترڅو دهوا دسړښت اوبرف کوچونود راښوېدو له امله لارې بندې نه شي اوخلک په ستونزو کې ښکیل نه شي.

په دغو ژمنیو مرستوکې جمپورنه اوکمپلې شاملې دي چې هر ولایت ته د(٢٠٠٠) څخه تر (٤٠٠٠) قلمو پورې په نظر کې نیول شوي دي.

دویلو ده چې دچین هېواد له افغانستان سره تر دې وړاندې هم دخوراکي اوغیرې خوراکي توکو مرستې ترسره کړي دي.

Latest news

BACK TO NEWS