د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ رئيس په مشرۍ د يو شمېر موسسو سره د هوکړه ليکونو د لاسليک په موخه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Sun, Oct 24 2021 8:55 PM
______

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ د رئيس مولوي ارسلاح حقيار په مشرۍ د نهو موسسو استازو سره د هوکړه ليکونو د لاسليک په موخه ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د يادو موسسو استازو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک او د نهايي کولو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شول.

په دغه ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو هم برخه اخيستې وه, چې هر يو په خپل وار سره د موضوع اړوند خپل وړانديزونه وړاندې کړل، چې د ښاغلي حقيار له لوري تائيد او عملي وبلل شول.

د يادې ناستې په پای کې د دې وزارت د پلان او پالېسۍ رئيس مولوي ارسلا حقيار د موسسو د استازو، مرکزي رئيسانو او د ناستې د ګډونوالو څخه مننه وکړه او د وزارت سره يې د لازياتو همکاريو غوښتنه هم وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS