دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، بهرنيو چارو وزارت  او د احصايې ملي ادراې ترمنځ دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

anwari_morr
Wed, Aug 26 2020 2:42 PM
12

په ايران کې دمېشت افغان کډوالو لپاره د برېښنايي تذکرو دوېش او د ماشين لوستلو پاسپورتونو په برخه کې دهمکاريو او ګډو فعاليتونو په اړه د کډوالو چارو وزارت وزارت، بهرنيو چارو وزارت او داحصايې ملي ادارې ترمنځ دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

د ياد هوکړه ليک له مخې په ايران کې دمېشتو افغان کډوالو قانوني استوګنه د برېښنايي پېژند پاڼو دوېش، د پاسپورتونو وېش  او د بې اسناد افغان کډوالو لپاره دوېزو  د ترلاسه کولو په برخه کې لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک د بهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو د مرستيال ميرويس ناب ، کډوالو او راستنېدونکوچارو  وزارت  دپناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې او د احصايې دملي ادارې د رئيس احمد جاويد رسولي ترمنځ لاسليک شو.

Latest news

BACK TO NEWS