د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې رییس کابل ته را ورسېدل

anwari_morr
Sun, Jul 05 2026 3:00 PM
-


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ښاغلی برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې (UNDP)رییس ښاغلی الکساندر دي کرو نن کابل ته را ورسېدل.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې هغوی ته د زړه له کومې ښه راغلاست وویل او دغه سفر یې د افغانانو د ژوند د رښتینې انځور وړاندې کولو لپاره غوره فرصت یاد کړ.
نوموړي وویل: موږ په دې باور لرو، چې هېڅ خبر د حضور شتون او مستقیمو اړیکو په پرتله د افغانانو د ژوند رښتینی انځور نه شي وړاندې کولای.
کلونه کېږي، چې میلیونونه افغانان په جلا وطنۍ کې ژوند کوي او له ډېرو ستونزه سره سره یې له خپل هېواد سره اړیکه ساتلې ده.
د کډوالو وضعیت، د هغوی ستونزو اورېدلو، اړتیاوو پوره کولو او د وړ حل‌لارو موندلو په برخو کې ستاسې پاملرنه ډېر ارزښت لري، چې د انساني کرامت ساتلو او د کډوالو ژوند ښه کولو کې مرسته کوي.
ښاغلي برهام صالح وویل: زموږ د سفر موخه له نیږدې د افغانانو د ژوند ستونزو ارزول او ورته رسېدنه کول دي.
له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیونه افغانان راستانه شوي، چې دا پر نړۍواله کچه له لویو شمېرو ګڼل کېږي، موږ له افغانانو ملاتړ ته ژمن یوو او هیله لرو، چې مرستې ورته ورسېږي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعاله څانګه لري، چې د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې د خلکو ژوند ښه والي لپاره مرستې کوي.
هغه ژمنه وکړه، چې خلکو ته به د کاري بوختیاوو زمینه برابره کړي.
دغه سفر د اقتصادي او انساني ننګونو په برخه کې له افغانانو د نړۍوالې ټولنې ملاتړ څرګندوي.

Latest news

BACK TO NEWS