د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې په نړۍوال فدراسيون کې د اسيا د لویې وچې د برخې له مشر ښاغلي الكساندر ماتيو سره وکتل

anwari_morr
Wed, Jan 21 2026 8:40 PM
_

په دغې ناسته کې، چې افغان راستنو شویو ته د مرستو  رسولو او د کډوالو د اړتیاو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه، ښاغلي الکساندر ماتیو وویل، چې نړۍوال سور صلیب راستنېدونکو افغانانو ته د روغتیا، خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې چمتو کوي.
ښاغلي الکساندر ماتیو د بشري مرستو د کمېدو یادونه وکړه، خو د اسلامي امارت لخوا په لویه کچه د کډوالو چارو پر مخ وړل يې اغېزمن یاد کړ.
د ناستې پر دوام ښاغلي ماتیو په ټولنه کې د افغان کډوالو د دایمي مېشتېدنې په اړه د اسلامي امارت د پلان په یادولو سره وویل، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر وړانديزونو به غور وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فدراسيون د اسيا د لویې وچې مشر ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو چارو ته په لویه کچه چمتوالی نیولی دی.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو د دایمي حل هڅې کوي او راستنو شویو ته د سرپناه او کاري فرصتونو په چمتو کولو سره به افغان کډوال د ټولنې فعاله برخه شي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت لخوا راستنو شویو ته د مرستو لړۍ پیل شوې او یادونه یې وکړه، که نړۍوال بنسټونه د افغان حکومت په ملتیا هڅې ګړندۍ کړي؛ د راستنو شویو افغانانو ستونزې به ژر حل شي.
دغه راز محترم وزیر د نړۍوالو بنسټونو لخوا د ټولګټو پروژو پیل، راستنو شویو ته د کاري فرصتونو په چمتو کېدو کې مهم یاد کړ.

Latest news

BACK TO NEWS