د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا په کابل کې له نږدې زرو راستنو او بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ بیل شوه

anwari_morr
Sat, Nov 22 2025 12:49 PM
_

دغه مرستې د مهاجرینو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر ته د افغانستان د تجارانو او اهل خیر کسانو له لوري سپارل شوې وې، چې د ۱۲ ډوله خوراکي موادو، لکه یوه بوجۍ اوړه، دوه بوجۍ وریځې، ۱۰ کیلو ګرامه غوړي، ۷ کیلو ګرامه لوبیا، پينځه کیلو ګرامه نخود، څلور کیلو ګرامه مکروني، ۱۰ کیلو ګرامه بوره، دوه کیلو ګرامه شین چای، یو کیلو ګرام تور چای، مالګه او د پر بېړنیو اړتیاوو سربېره ځینې اساسي مواد هم په کې شامل و، چې لومړۍ جوپه یې نن ۵۰ کورنیو ته ورکړل شوه او پاتې نورې به په راتلونکو ورځو کې ووېشل شي.
د ژمي په رارسېدو سره دغه مرستې د راستنو شویو کورنیو د ملاتړ په برخه کې مهم ارزښت لري او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د هېواد د تجارانو او اهل خیر خلکو له دغو مرستو مننه کوي او له نورو هېوادوالو هم غواړي، چې په دې برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیت تر سره کړي.
د مهاجرینو چارو وزارت د راستنېدونکو مهاجرینو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی او د همکارو بنسټونو په مرسته به ورته نور پروګرامونه هم پلي کړي.

Latest news

BACK TO NEWS