د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۲۱:۵
_
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومایا، سره وکتل.
په دې ناسته کې، د جاپان سفیر د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د مخکیني وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني، د شهادت له امله د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
هغه وویل، چې جاپان له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړی دی. یوازې د تېر ډیسمبر میاشت کې یې له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته ۱.۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه، چې دا مرستې به له ایران او پاکستان راستنېدونکو کډوالو لپاره د مؤقتي استوګنځي، روغتیا، زده کړو او ابتدایی اړتیاوو لپاره وکارول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې له دې وړاندې جاپان د افغانستان لپاره ۲۷.۵ میلیونه ډالر بشري مرسته اعلان کړې وه، چې په روغتیا، زده کړو، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه، بدیل معیشت، د اوبو مدیریت، او اقلیمي بدلون برخو کې به ولګېږي. هغه ټینګار وکړ چې جاپان غواړي افغانستان ثبات ته ورسېږي او په دې برخه کې د اسلامي امارت همکاري مهمه ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې دا ډول ناستې به د اسلامي امارت او جاپان ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي. هغه له افغان کډوالو سره د جاپان د بشري مرستو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې بشري مرستې باید سیاسي رنګ ونه لري. هغه وویل، ګاونډي هېوادونه دې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او اجازه دې ورکړل شي چې هغوی په داوطلب شکل هېواد ته راستانه شي.
محترم مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې وویل، چې راستنېدونکي افغان کډوال او بېځایه شوي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او پکار ده چې اړونده مرستندویه ادارې عاجلې مرستې وکړي.
نوموړي وویل، چې خپلو اصلي مېنو ته د راستنېدونکیو افغان کډوالو او کورني بېځایه شوي، د ستنېدو او د هغوی لپاره د ژوند د لازم چاپېریال برابرېدو ته باید کار وشي.
د ناستې په پای کې، دواړو لورو د دوامدارو مثبتو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه ترین خبر

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

وزیرامور مهاجرین و عودت کننده گان، با والیان ولایات کابل و بلخ ملاقات کرد

محترم مولوی عبدالکبیر، وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با والیان ولایات بلخ و کابل، در دفتر کارش دیدار کرد.
در آغاز دیدار، ملا محمد یوسف وفا والی بلخ، وضعیت ولایت ‌های شمالی را با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

هیئت اعزامی وزارت امور مهاجرین در کشور ترکیه با معاون اداره مهاجرت آنکشور ملاقات کرد

هیئت اعزامی مشترک وزارت امور مهاجرین و امور خارجه کشور، بر ریاست محترم مولوی سعید احمد بنوری رئیس دفتر مقام وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان و هیئت همراه شان به تاریخ 30 میزان، با. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت‌کننده گان، با والی ولایت خوست، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر، وزیر امور مهاجرین و عودت‌کننده گان، با مولوی عبدالرحمن حقانی، والی ولایت خوست به تاریخ اول عقرب، دیدار کرد.
در این دیدار که درباره رسیده گی به مشکلات برگشت کننده. . .

بازگشت به خبر