د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۴:۲۲
-
 
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نیټه په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر جنگ اونال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د ترکيې هیواد له بشري مرستو مننه وکړه او ترکيه هیواد يې د مسلمانانو خواخوږی وباله او زیاته یې کړه، چې د اوسنیو سیلاب ځپلو بې ځایه شویو کورنیو او راستنېدونکو مهاجرینو سره د کار، تعلیم او د معشت په برخه کې دې لا نوره هم همکاري وکړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې افغانان او ترکان له پخوا نه دوستانه او اسلامي، تاريخي اړيکې لري او موږ به یادو اړیکو ته لا پرختیا ورکړو.
په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر جنگ اونال زیاته کړه: زموږ بېلابېلې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د افغانانو سره په مرسته بوختې دي او په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه کوو، چې د یادو بشري مرستندویه ادارو سره یې په هره برخه کې همکاري او همغږي کړې او په دې برخه کې موږ د یاد دولت څخه مننه کوو او د نورو مرستو ډاډ یې څرګند کړ.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان با معاون والی ولایت پکتیا، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی ولایت پکتیا، در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار که در مورد به وضعیت برگشت‌کنندگان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

دو تفاهم نامه در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان دو تفاهم نامه همکاری را با موسسات احیای مجدد انصاری برای افغانستان و د کلیو او پرمختایی پروگرام امضا نمود.
این تفاهم نامه ها به ارزش یک میلیون و 23. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

سه تفاهم نامه به ارزش نزدیک به 3 میلیون دالر، در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

سه تفاهم نامه های همکاری با موسسات انکشافی و اجتماعی رازی، بشری صلح سازان افغان، دوستی مردم فرانسه با افغان ها و وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان به ارزش 2 میلیون و 898 هزار و 947. . .

بازگشت به خبر