کابل کې له ۶۵۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د سعودې عربستان هېواد د (الملک سلمان ابن عبدالعزيز اللا غاثته و الاعمال الانسانيه ) موسسې له لورې د کابل ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۵۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې ډېره برخه يې له ګاونډيو هېوادونو راستنې شوي او يو شمېر يې له بېلا بېلو سيو کابل ته رابېځايه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د غويي ۱۴مه هرې کورنۍ سره د يو اندازه خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.