له  درې  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل   له لارې د ايران څخه  د سلواغې  په ( ٢٠) مه (٣٣٤٥) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت او نيمروز ولايت د مهاجرينوچارو ادارو د معلوماتو له مخې  د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ١٦٣٢) تنه د اسلام قلعه او (  ١٧١٣) تنه د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې  ( ١٨٧) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژند شول.