د مهاجرينو وزارت ولايتي عملياتي پلان جوړيږي
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ولايتي عملياتي پلان د جوړولو په موخه د تلې په (۱۰) مه لومړنۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې، چې د داخلي بېځايه شوو د رئيس مولو سردار محمد شېرزاد په مشرۍ د يوشمېر مرکزي رئيسانو په شتون کې ترسره شوه، د خدماتو په وړاندې کولو او د پلان د جوړولو په څرنګوالي خبرې وشوې.
په پام کې ده، چې ياد پلان د ولايتي ډلې د کاري کمېټې په همغږۍ جوړ شي د هر ولايت والي به يې مشري کوي او سکر تريت به يې په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او ملي او نړیوالو مرستندويه بنسټونو په غاړه وي.