په لغمان ولايت کې له (٣٠٥) بې ځايه شويو زيانمنو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
امر الله میړني
د لغمان ولایت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري، د روان کال د غبرګولي په (١٦) مه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ کې پر (٣٠٥) بې ځایه شویو، معلولینو، کونډو، یتیمانو، د سیمې اوسیدونکو او اړمنو کورنیو باندې نغدي مرسته وویشل شوه.
هرې کورنۍ ته ٧ زره (٩٠٠) افغانۍ د (CWSA) موسسې او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست له خوا ورکړل شوې.