دلغمان ولايت د باباصاحب مهاجرينو ښارګوټي نږدې (٢٠٠) جريبه ځمکه دغصب څخه پاکه شوه

anwari_morr
دلغمان ولايت د باباصاحب مهاجرينو ښارګوټي  نږدې (٢٠٠) جريبه ځمکه دغصب څخه پاکه شوه

 

دلغمان ولايت دغصب دمخنيوي کمېسېون دلغمان ولايت د والي قاري زين العابدين په لارښوونه چې مشري يې د مهاجرينو اوراستنېدونکو چارو رييس مولوي صیب بلال کوله نن دلغمان ولايت مرکز اړوند باباصاحب دښته کې شاوخوا (٢٠٠( جريبه دولتي ځمکه دغاصبینو دمنګولو وژغورله.

ښاغلي بلال پر ولسونو غږ وکړو چې د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي، که نه کورونه به يې ړنګ او غاصبين به د قانون منګولو ته وسپارل شي چې بيا د شکايت حق نه لري.