پروان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې او خوراک نړيوال سازمان له لورې د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۷ بېځايه شوو کورنيوسره بشري مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۶مه  دخوراک نړيوال سازمان له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۲۰ لېتره غوړي، يوه کيلو مالګه، درې کيلو د خوارځواکۍ مواد، دوه کيلو بيسکويټ او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، يوه ګازډبه، يوه سطل، پلاستيکي بوشکه، صابون، دپخلنځي وسايل او ترپالونه مرسته ووېشل شوه.