غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه د انصاري موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۹ بېځايه شوو کورنيو سره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ چې د شهرک او دولت يار ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې سنې شنبې په ورځ دتلې په ۲مه هرې کورنۍ ته ۴ خېمې، ۲ ترپالونه، روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي مکمل سامان الات او يوه پنځه کيلويي ګازډبه مرسته ووېشل شوه.