تېره میاشت نيږدې له ۵۰زرو کډوالو کورنیو سره تر ۱۰۰ میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت مرستې شوې

anwari_morr

تېره میاشت کې له بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورونیو د ملاتړ په موخه، په ۲۳ ولایتونو کې له ۴۵ زره او۵۵۰ کورنیو سره د۱۸۱ میلیونه ۳۴۳ زره او ۴۲۲ افغانیو پر ارزښت نغدي، خوراکي، روغتیايي، جامو او نورې مرستې شوې دي.
دغه مرستې په کابل، دایکندي، ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، خوست، لوګر، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، هرات، فراه، بادغیس، نیمرزو، غور، بلخ، بغلان، سرپل، سمنګان، کندز او تخار کې له یادو کورنیو سره د لومړیو اړتیاوو پوره کولو او ژوند ښه‌والي په موخه شوې او تمه کېږي، چې یادې مرستې به یې ستونزې حل کړي.
دغه مرستې د یاد وزارت د دویمي واحدونو په همغږۍ او همکارۍ د دولتي او خیریه بنسټونو له لوري وېشل شوې.
د مهاجرینو چارو وزارت دغه اقدام له کډوالو کورنیو سره د خلکو او ټولنیزو بنسټونو خواخوږي او همدردي ګڼي او هیله لري، چې د ورته مرستو په زیاتوالي سره د کډوالو کورنیو د ژوند ښه‌والي هڅه وشي.