مالي او اداري مرستيال د اړوندو ادارې کاري ستونزې وڅېړلې

sadam_morr
Tue, Jan 24 2023 2:18 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د دغه معنيت د اړوندو ادارو له مسؤلينو او کار کوونکو سره په ليدنه کې د يادو ادارو کاري ستونزې وڅېړلې او د شته ستونزو او ننګونو پر حل يې خبرې وکړې.

په ناسته کې مالي او اداري مرستيال ، د مالي او اداري رياست، معلوماتو او ټيکنالوژۍ رياست، تدارکات، اطلاعاتو او عامه اړېکو او د ولايتونو د همغږۍ رياست  د مسؤلينو او کار کوونکو د ستونزو، وړانديزونو او نظرياتو له اورېدو وروسته  ټينګار وکړ ويې ويل، د مسؤلينو او کار کوونکو د نظرونو تبادله کولای شي چې په اداره کې اصلاحات راولي.

هغه زياته کړه، د رياستونو مسؤلين بايد د بوديجې په لګولو کې صادق او رښتني وي، ځکه بوديجه په ملت پورې اړه لري او بايد د ولس په خدمت کې ولګول شي.

په دې ناسته کې، چې سې شنبه د سلواغې په (۴) مه د وزارت د ناستو په تالار کې ترسره شوه، مسؤلينو او کار کوونکو خپلې ستونزې او ننګونې مالي او اداري مرستيال سره شريکې کړې او د بشري سرچينو رئيس مفتي مدير ګل احمدي د ګومارنې د چارو د پرمخ بيولو او د بشري سرچينو رياست د کار کوونکو د ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS