د ولسشمرمرستيال او کډوالو وزير په پاکستان کې دمېشت افغان کډ‌والو له استازو سره ليدنه وکړه

anwari_morr
Tue, Feb 18 2020 1:23 AM
معاون رئیس جمهور و وزیر امور مهاجرین با نمایندگان مهاجرین مقیم پاکستان دیدار کرد

د ولسمشر دوهم مرستيال استاد سرور دانش او د کډالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي چې  په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې  او څلوېښت کلن  کوربتوب اړه په اسلام آباد کې نړيواله  ناستې ته  دګډون په موخه  يې دافغانستان په استازيتوب هغه هېواد ته سفر کړی و؛ په پاکستان کې دمېشت افغان کډوالو د استازو سره يې ليدنه وکړه.

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د سلواغې په ۲۸مه د افغان کډوالو استازو سره د ( پي او ار ار) کارتونو د غځېد او د ( ای سي سي ) کارتونو دوېش په اړه خبرې وکړې ويې ويل، چې د بې اسناده افغان کډوالو د وضعيت ښه والي په موخه د پاکستان سره خبرې کوي.

هغه د پاکستان څخه وغوښتل،چې  افغان کډال دې د پېژندپاڼې او پاسپورت له مخې پاتې شي او د پېژندلو پرته دې بې اسناده افغان کډوالو نه راوباسي.

دهغه په خبره دکډوالو د ستونزې يوازينۍ حل لاره سوله او دجګړې پای ته رسېدل دي، کډالو چارو وزارت  په پلان کې لري چې دهېواد په ۱۲ ولايتونوکې مستحقو افغان کډوالو ته نمرې ووېشي.همدارنګه هڅې کوو چې د پاکستان دکډوالو په کمپونوکې د ښوونځيو نصاب د افغانستان نصاب ته واړوي.

 

Latest news

BACK TO NEWS