د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

anwari_morr
Sat, Oct 24 2026 11:12 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په اړه د ډاډ په څرګندولو سره وویل، چې شمال ولایتونه د هېواد د نورو سیمو په څېر بشپړ امن دي او مسوولین یې ولس ته د خدمت او غوره حکومتولۍ په موخه مشورتي او همغږۍ دوامداره ناستې کوي.
د ښاغلي وفا په وینا، چې په بلخ کې له راستنو شویو سره بېړنۍ مرستې شوې او تمه کېږي، چې د ژمي تر راتګ وړاندې د خوراکي توکو نورې مرستې هم وشي.
ملا محمد یوسف وفا زیاته کړه، چې په بلخ کې د مهاجرینو د ښارګوټو چارو پرمختګ کړی او وړاندیز شوی، تر څو پاتې کارونه یې ژر بشپړ او راستنو شویو ته ځمکه ووېشل شي.
ښاغلي وفا دغه راز زیاته کړه، چې په شمال کې د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته رسېدنه شوې او سوداګریزې اړیکې ورسره په مناسب حال کې دي.
نوموړي د خبرو پر دوام په شمالي ولایتونو کې د اسلامي امارت لخوا د لویو پراختیايي پروژو د ښه پرمختګ او دوام یادونه هم وکړه.
همدارنګه د کابل والي ملا عبیدالله عبید د مهاجرینو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت له راستنو شویو سره د بېړنیو خوراکي توکو مرستې ښه ګام یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د همکارو ادارو په ملتیا کابل کې راستنو شویو ته د مرستو چمتو کولو هڅې کوي.
ښاغلي عبید د مهاجرینو ښارګوټي د راستنو شویو د دایمي ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن وبلل او یادونه یې وکړه، چې په کابل کې یاد ښارګوټي په وروستۍ مرحله کې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د بلخ او کابل والیانو ته ښه راغلاست وویل او اسلامي نظام ته یې د خدمت په برخه کې د هغوی هڅې وستایلې.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي او له همدې امله ګڼو ادارو ته دنده سپارل شوې ده. هغه هیله څرګنده کړه، چې په لنډه موده کې به د مهاجرینو د ښارګوټو چارې پای ته ورسوي.
محترم وزیر په هېواد کې د اسلامي امارت لخوا د پیل شویو چارو د ښه پرمختګ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام توانېدلی، چې د خپلو مالي سرچینو پر مټ لویې پروژې پیل او مخته یوسي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، چې سیمه ییز مسوولین دې د اسلامي امارت له پخوانیو تجربو ګټه واخلي او اسلامي نظام له نړۍ سره د شریعت په رڼا کې مثبتې او رغنده اړیکې غواړي.

Latest news

BACK TO NEWS