په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول
په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زدهکړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې په کندهار، کابل، هرات، فراه، نیمروز او ننګرهار کې د خدمتونو، څارنې، د سرپناوو جوړولو او بیا رغونې په برخو کې مصرفېږي، چې ۵۴۴ کورنۍ او ۲۰۰ زره راستانه شوي او بېځایه شوي کسان او کوربه ټولنې به ترې برخمنې شي.
یاد وزارت د مهاجرینو ژوند ښهوالي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له ټولو ملي، نړۍوالو بنسټونو او هېوادوالو غواړي، چې د همدردۍ او همکارۍ له مخې د دغو انساني موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
