د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي معین د لیدنې پر مهال د کډوالو روغتیایي وضعیت و ارزاوه، د راستنو شویو ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې او د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.
همدارنګه نوموړي د یاد کمپ مسوولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې
هغه د کډوالو د ژوند د شرایطو پر ښه والي ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دغه کمپ اوسېدونکو ته د ښو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به د دولتي او غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ لازم اقدامات ترسره کړي.
دغه لیدنې په کمپونو کې د راستونو شویو د ژوند د ښه والي په موخه د مهاجرینو چارو وزارت له برنامو شمېرل کېږي.
