لوګر کې بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه

anwari_morr
لوګر کې بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه

د خالد لمر سوداګريز شرکت له لورې د لوګر ولايت دکډالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۹مه هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ وريجې، غوړي او لوبيانو مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره مخکې هم نغدي مرستې ترسره شوې وې.