د پاکستان له زندانونو ۲۳ تنه آزاد شوي افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د پاکستان له زاندانونو ۲۳ تنه آزاد شوي او ډيپورت شوي افغان مهاجر د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د وږي په ۱۳ مه هېواد ته راستانه شول.
سمنګان ولایت کې نږدې ۱۵ زره کورنيو سره مرستې وشوې
د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د وږي په ۹ مه د يونيسف دفتر په همکارۍ ۱۴ زره او ۸۳۹ کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
په يو شمېر ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دویمي واحدونو له لارې د وږي د ۴مې څخه تر ۹مې نېټې پورې د هېواد په لسو ولايتونو کې يو زرو او ۳۲۶ کورنيو سره مرستې شوې.
