له ۱۰۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له مختلفو زندانو آزاد شول
پرون دوشنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د غويی د میاشتې په ٢٩مه نېټه ١٥٢ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بنديان وو، له بنده آزاد او هېواد ته بېرته راستانه شول.
د کندهار، سپين بولدک او ننګرهار، تورخم د سرحدي آمريتونو د معلوماتو له مخې، ياد کسان سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي وو او د ۱ تر ۲ ورځو پورې بنديان پاتې شوي وو.
ياد کسان تر راجستر کېدو او بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته انتقال کړل شول.