په پکتیا ولایت کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

sadam_morr

پرون سه شنبه د ١٤٠٤ لمریز کال حمل میاشتې په ١٩مه نیټه پکتیا ولایت کردیز ښار مهاجرینو ښارګوټې کې یو روغتیايي مرکز د لوړپوړو چارواکو په حضور کې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د پکتیا ولایت مرستیال شیخ انعام الله، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ مشر عرفات جمال او د ولایت د بېلابېلو ادارو رئیسانو ګډون کړی ؤ.
د پکتیا د عامې روغتیا رئیس په دې مراسمو کې وویل:
 دا مرکز د ۳،۵۰۰ متره مربع ځمکې په مساحت کې جوړ شوی، چې ۳۴ خونې او ۳۰ بستره لري او د بیلابیلو برخو لپاره برابر شوی دی.
دا پروژه د مهاجرینو ریاست او د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په مالي مرسته، د ۳۷۵،۸۷۳ امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دغه مرکز ګټې اخیستنه به د خلکو ډېری روغتیايي ستونزې حل کړي او ګڼې آسانتیاوې به رامنځته کړي.
د ولایت مرستیال والي هم په خپله وینا کې د یاد روغتیايې مرکز جوړول د پکتیا د خلکو لپاره یو مهم روغتیايي ګام وباله.
نوموړي له عامې روغتیا وزارت، د مهاجرینو وزارت، او د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر څخه مننه وکړه چې دا مرکز یې د پکتیا خلکو، په ځانګړي ډول مهاجرینو، لپاره د روغتیايي آسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړ کړی دی.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وویل: وزارت په پام کې لري چې د هېواد په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د مختلفو ناروغیو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، څو خلکو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي او له هېواده بهر ته د تګ اړتیا کمه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ رئیس، عرفات جمال له ګډونوالو سره د یاد مرکز د کار طریقه، شته امکانات، جوړښت او راتلونکې کاري برنامې شریکې کړې. نوموړي ډاډ ورکړ چې نورې اساسي پروژې به هم د اړوندو ادارو په همکارۍ د افغانانو لپاره عملي کړي.
د پکتیا د مهاجرینو رئیس د یاد روغتیايي مرکز د جوړېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل: مسؤلین هڅه کوي چې مهاجرین بېرته خپل هېواد ته په سلامتۍ او عزت ستانه شي او ورته د هېواد په بېلابېلو برخو کې امکانات برابر شي.