میدان وردګو کې پر ۲۲ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه
په میدان وردګو ولایت کې د غویي ۱۵مه له جبري راستنو شویو ۲۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د ریاست الوزراء د حکم له مخې د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وه، چې په دې وروستيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنې شوې دي او د وزارت د مهاجرینو چارو آمریت سره په همغږۍ د ولايتي ګومارل شوې کمېټې له لوري د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.