په (۱۶) ولايتونوکې له (۹) زرو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
-

د يوشمېر مرستندويه موسسو له لورې په (۱۶) ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو او امريتونو په همکارۍ  او همغږۍ د مرغومي د (۳) مې تر (۸) مې ( ۹۶۳۵)  کورنيو سره مرستې شوي.

په يادو مرستوکې نغدي، روغتيايي کڅوړې، کورنۍ کڅوړې، د لمريزې برېښنا تختې، شېدې لرونکې وزې او د پخلنځي وسايل شامل ول، چې په تخار، ارزګان، پکتيا، نورستان، باميان، بدخشان، هرات، غزني، کندز، نيمروز، ننګرهار، سمنګان، غور، بادغيس،خوست او پکتيکا کې يادو کورنيو ته ووېشل شول.