ننګرهار کې ( ٤٠٩) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته شوه
د (CAHPO)موسسې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٤٠٩) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسوالۍ کې سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د سلواغې په (١٧) مه هرې کورنۍ ته(٧٩٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
ددغه مرستو دوېش پرمهال د ننګرهار دمهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستو لپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو