باميانو کې نږدې دوه سوه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR او د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې دباميانو ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت په همکارۍ ۱۸۷ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ څخه باميانو ولايت ته بېځايه شوې وې د وري په ۵ مه هرې کورنۍ ته له سروې وروسته د دوو مياشتو لپاره خوراکي مواد او يوه يوه کورنۍ کڅوړه وېشل شوې ده.