د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.
په دې ناسته کې چې له ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د پکتیا د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي منګل هم برخه لرله، په پیل کې ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو د ژوند د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او په دغه ولایت کې یې د کډوالو چارو وزارت لخوا شوې مرستې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې راستانه شوي ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي والي یادونه وکړه، چې په پکتیا کې د یوه قطري خېریه بنسټ لخوا راستنو شویو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي رغنیزې چارې بشپړې شوې او له محترم وزیر سره یې د کورونو د ویش په اړه وړاندېز شریک کړ او په دې برخه کې یې د روڼتیا یادونه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا والي او ورسره ملو مسوولیتو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د راستنو شویو ستونزو ته باید له ځنډ پرته رسیدنه وشي او یادونه یې وکړه، چې له هرې ممکنې شرعي لارې د اړمنو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
محترم وزیر څرګنده وکړه، چې له بهرنیو او مسوولو کورنیو ادارو سره راستنو شویو ته پر وخت د مرستو د رسونې په موخه همغږي شوې او تمه ده چې زرګونو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر په پکتیا کې راستنو شویو ته د کورونو د توزیع په اړه مسوولینو ته سپارښتنې وکړې او د اسلامي امارت د اصولو پر پلي کېدو یې ټېنګار وکړ.
