په خوست او پکتیکا کې تر ۳۰۰ زیاتو کورنیو ته خېمې ووېشل شوې
روانه اونۍ په خوست او پکتیکا کې ۳۱۰ کورنیو ته د لنډمهالې سرپناه او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه خېمې ووېشل شوې.
د راپورونو له مخې، د دغه وزارت د همکارو موسسو له لوري، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، په پکتیکا کې ۲۱۰ او خوست کې ۱۰۰ کورنیو ته ۳۱۰ خېمې ووېشل شوې.
مرستو اخیستونکو د دغه اقدام د ستاینې تر څنګ د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه.