لسګونه افغان مهاجرین له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په روانه اونۍ کې ۷۵ تنه افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست، د سپین بولدک د لېږد امریت د راپور له مخې، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، چې تر ازادېدو او په یاد امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.