په کندوز ولایت کې د کډوالو د سرپناه په موخه د ځمکې وېش پیل شو

په کندوز ولايت کې د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په ښارګوټي کې اړمنو کډوالو لپاره د سرپناه د برابرولو په موخه د ځمکې د وېش بهير پيل شو.
دا وېش د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د (۶) ګڼې فرمان پر بنسټ او د دايمي اسکان د مرکزي هيئت په همکارۍ د ولايتي کمېټې او د ځمکې وېش تخنيکي ټيم په همغږۍ ترسره شو.
د جوړ شوي پلان له مخې به ځمکه هغو کډوالو ته وېشل کېږي، چې مخکې له مخې د دايمي اسکان د مرکزي هيئت له خوا د ولايتي کمېټې سره شريک شوي او د تثبيت وروسته وړ ګڼل شوي دي.
د دې بهير موخه د کډوالو لپاره د دايمي سرپناه برابرول او د دوی ټولنيز ادغام د ښاري ژوند په جوړښت کې دی.