مسلکي مرستیال د مهاجرت د نړیوال سازمان د دفتر له رییسې سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۳:۶
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشرې میرمن ماریا مویتا او مل پلاوي سره ولیدل.
 په دې لیدنه کې په کرښو کې د دغه سازمان د فعاليتونو پر وړاندې کولو، د لوړې کچې راستنېدنې سیمو کې د  د ټولنيزو سرچينو د مرکزونو او د بې ځايه شويو د څارنې د پروګرام يا DTM په اړه خبرې وشوې.
 د وزارت مرستیال له جبري راستنېدونکو سره د هغوی د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او په نورو کرښو کې یې د دوام غوښتنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، تر هغه چې راستنېدونکي د تورخم او سپین بولدک پرته له نورو پولو څخه هېواد ته راځي، له دغو مرستو څخه به مستفید شي.
هغه وویل، له هغه مهاله چې پاکستان د افغانانو د جبري ایستنې د بهیر د بیا پیلولو اعلان کړی، نو اړتیا ده چې یو ځل بیا په دې برخه کې خپله همکاري او همغږي پیاوړې کړو.
 ښاغلي راشد د خپلو خبرو په دوام وویل: د مهاجرینو چارو وزارت په  نارسمي پولو کې هم فعال دی او له همکارو بنسټونو څخه غوښتنه څرګندوي، چې په دغو برخو کې کار وکړي، ترڅو د مهاجرینو د جبري راستنېدو بهیر په ښه ډول مدیریت شي او پر وخت ورته رسېدنه وشي.
 مېرمن ماریا مویتا له دې ناستې څخه د مننې په ترڅ کې وویل: دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی، چې له هغو کسانو سره مرسته وکړو چې بیرته راستنېدنې ته اړ شوي دي.
 اغلې مویتا د هرات ولایت د اسلام کلا په پوله کې له ایران څخه د راستنېدونکو لپاره د دغه سازمان د مرستو د زیاتوالي په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، موږ به هم له هغو راستنېدونکو سره چې له پاکستان څخه په زوره راستانه شوي، ملاتړ وکړو.
 هغې وويل: په نارسمي پولو کې د خپل سازمان د فعاليتونو د پيلولو لپاره هر اړخېزو معلوماتو ته اړتيا لرو، چې له ډونرانو سره یې شريک کړو او په اړه یې تصميم ونيسو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته