مسلکي مرستيال د فارياب ولايت د والي او شاروال سره ليدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۵:۲۲
-


د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د فارياب ولايت د والي ملا  شعيب رسالت او ددې ولايت ښاروال  ملا احمد مبشر سره  په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د فارياب ولايت والي او شاروال په دغه ولايت کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو پر وضعيت او اړتياوو خبرې وکړې او په دغه ولايت کې د مهاجرينو چارو وزارت د برنامو د پلي کولو په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه
مولوي راشد  له يادو مسؤلينو څخه مننه وکړه او د مرستو د وېش او سروې په روڼتيا يې ټينګار وکړ ويې ويل، دغه وزارت هڅه کوي، چې د ولايتونو له دولتي ادارو او مرستندويه بنسټونو سره په همغږۍ مرستې مستحقو کورنيو ته ورسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته