راځئ زړونه له مینې او مهربانۍ ډک کړو

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۰
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د وزارت کارکوونکو ته په وینا کې وویل: راځئ زړونه له مینې او مهربانۍ ډک کړو.
د وزارت مالي او اداري مرستیال د اسلام د مبارک دین لارښوونو ته په اشارې سره زیاته کړه: موږ باید پر خپل تقدیر اعتراض و نه لرو، خپل زړونه له مینې، شفقت او مهربانۍ ډک کړو او د مظلومانو لپاره ښه ښه خدمتونه وړاندې کړو او هیله لرم چې الله تعالی موږ ته د خدمت وس او توفیق راکړي.
ښاغلي فاني له مراجعینو سره د وزارت د کارکوونکو د غوره چلند غوښتنه څرګنده کړه او په ورځني ژوند کې یې د شرعي احکامو پلي کول د دنیا او اخرت بریا وګڼله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته