د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره وکتل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۱:۵۲
_

په دې ناسته کې چې راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې ښاغلي عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه په مننې وویل، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خېمې چمتو شوې دي او ژر به سیمې ته ولېږل شي.
ښاغلي عرفات جمال په نړۍواله کچه د بشري مرستو کمېدو ته په اشارې سره وویل، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاس نیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ استازي یادونه وکړه، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نه لري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
دغه راز ښاغلي عرفات جمال د څو مهمو موضوع ګانو په اړه خپل وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د  ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ استازي ته ښه راغلاست وویل او د کډوالو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د ژمي په راتګ سره د اسلامي امارت لخوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستې لړۍ پیل شوې او یادونه یې وکړه، چې نړۍوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه تړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د هر ډول همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندیزونو ته یې د رسېدنې یادونه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کمک های انساني او بشر دوستانه برای اقدام پایدار در افغانستان موسسو سره د ۳۱۸ زره او  ۶۴۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

بېرته خبرونه ته