د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کندز ولایت له مرستیال مولوي حبیب الرحمن صهیب سره وکتل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۸:۴۱
_


په دې ناسته کې چې د کندز څو تنو نورو مسوولینو د ښاغلي حبیب الرحمن صهیب ملتیا کوله، په یاد ولایت کې یې د کډوالو د وضیعت او غوښتنو په اړه له محترم وزیر سره معلومات شریک کړل.
ښاغلي صهیب وویل، چې په کندز کې له ور ستنو شوو مهاجرینو سره د افغانستان اسلامي امارت او د ځینو اړوندو نړیوالو او کورنیو بنسټونو لخوا مرستې شوې، خو د ژمي له راتګ وړاندې اړمن کډوال لانورو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي صهیب یادونه وکړه، چې په کندز کې راستنو شوو ته په یو ښارګوټي کې د ځمکو ویش پیل شوی او د اسلامي امارت له اړوندو ادارو یې غوښتنه وکړه، چې په کندز کې د کډوالو شمېر ته په کتو نور ښاګوټي پلان کړي.
مولوي حبیب الرحمن صهیب همدارنګه یادونه وکړه، چې په کندز کې یو شمېر سوداګرو او موسساتو د کډوالو لپاره د خوراکي توکو او سرپناه په برخه کې ژمنې کړې دي او تمه ده چې اړمنو ته به پر وخت ورسیږي
محترم مولوي عبدالکبیر د کندز سیمه ییزو مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او اسلامي نظام ته د خدمت په برخه کې یې د مجاهدینو د هڅو ستاینه وکړه
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره د اړتیا وړ مالي امکانات ځانګړي کړي او تر دې مهاله کډوالو ته د خدمت لړۍ په ښه ډول مخکې روانه ده
محترم مولوي عبدالکبیر د ښارګوټو وړاندېز ته په اشارې سره وویل، چې اسلامي امارت د یو شمېر ښارګوټو د رغولو چارې پیل کړي او تمه ده، چې راستانه شوي په معیاري ښارګوټو کې د دایمي سرپناه په موخه ځای پر ځای شي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر د کندز مسوولینو ته د ځينو سپارښتونو ترڅنګ د هغوي وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه وکړه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته