د وزارت مسلکي مرستیال د سرپل د مهاجرینو آمر سره وکتل
د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمر عبدالسلام هاشمي سره وکتل.
مسلکي مرستیال دغه ولایت ته د خپل سفر موخې له ښاغلي هاشمي سره شریکې کړې او د هغې ادارې پر همغږۍ یې لازمې لارښوونې وکړې.
د سرپل د مهاجرینو آمر خپلې کړنې د وزارت له مسلکي مرستیال ښاغلي راشد سره شریکې کړې او د خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ یې ورکړ.