د مهاجرينو چارو وزارت د دوه موسسو سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۲:۳۶
-

د مهاجرينو چارو وزارت او (WSTA، WAWO) موسسو ترمنځ د وري په (۳۰) مه د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د يادو هوکړه ليکونو مالي لګښت ( ۴) ميليونه، (۵۱۳) زره او ( (۱۷۲) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې ( ۱۲) زره او ( 127) کورنيو سره په کابل، پروان، لوګر، ميدان وردګ، پنجشېر، بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، فارياب، تخار، کندز، بغلان،بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، قندهار، هلمند، ارزګان، زابل، نيمروز، پکتيا، خوست، پکتيکا او غزني کې د نغدي  مرستو، سروې، د ميرمنو له لپاره د ښوونيزو مرکزونو د رامنځ ته کولو،پوهاوي او راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته به  د خوراکي توکو د وېش  په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
ياد هوکړه ليکونو د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس شيخ عبدالرحمن رحماني او د يادو موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته