د ترکیې نوي سفیر د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۷:۶
_

دوشنبه، ۱ ربیع الثاني ۱۴۴۵/ ۲۴ تله ۱۴۰۲

د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد نوي سفیر ښاغلي جنګ اونال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل په پیل کې ښاغلي اونال په هرات ولایت کې د زلزلې له امله په اووښتو زیانونو خواشیني څرګنده کړه، د مهاجرینو چارو وزیر ته يې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې زمونږ د بیړنیو مرستو ټیمونه پروخت سیمې ته تللي او نږدې وخت کې به ددوی له لورې، نورې مرستې هم افغانستان ته راورسېږي نوموړي زیاته کړه، ترکیه او افغانستان له یوبل سره ژورې اړیکې لري، چې هیڅکله به زیانمنې نه شي او دغه هېواد تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي اونال ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه او زیاته یې کړه، ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یوبل سره ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي نوموړي وویل، ترکیه دې د نړیوالو قوانینو مطابق د افغانانو د جبري ویستلو پرځای هغوی ته کار زمینه برابره کړي، ددوی د ښه خدمت په موخه دې د مهاجرینو اتشو ته اجازه ورکړي او کوم افغانان چې په خپله هېواد ته راستنېږي باید د یوه ګډ میکانیزم له لارې راستانه شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته