په نیمروز ولایت کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو په موخه د کډوالو چارو وزارت ته ولېږدول شوه.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۴۸
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست له لوري د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږدول شوه.
د دې ځمکې د لېږد تړون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شو . یاده غونډه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست په ودانۍ کې جوړه شوې وه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دې مهمې پرېکړې له امله له اړوندو ادارو په ځانګړي توګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې دغه ځمکه به د مهاجرینو او راستنېدونکو هېوادوالو د بیا مېشتېدنې او د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره په اغېزمنه توګه وکارول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته